کوئټه۔12مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په قومي اسمبلۍ کښې د اپوزيشن مقدر ماتې خوړل دي ٬ اپوزيشن د بې باورۍ تحريك كاميابولو لپاره د ووټونو په اخستلو او خرڅولو کښې بوخت دې، وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده پوره کوي، د غر په څير وزيراعظم عمران خان سره ولاړ يم٬ زه په هغه كسانو كښې نه يمه چې په 5 چوكو وزارت اعلی لپاره بلېك مېلنګ وكړم۔ وزيراعظم به خپله آئيني موده پوره كوي٬ نادرا د بلوچستان اولس ته آسانۍ وركولو له مهم ګامونه پورته كوي ٬ مېرمنو لپاره د نادرا په مركزونو او ګاډو كښې اضافه شوې ده٬ د عمران خان په مشرۍ كښې د صحت كارډ اجرا يو په زړه پورې كار دے٬ انصار الاسلام په اسلام آباد بريد كړې ٬ چاته به د نجي مليشيا ساتلو اجازه نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ په كوئټه كښې د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر سره په ايئرپورټ روډ د نادرا مېګا سنېټر او د كمپيوټرائز جانشيني سرټيفيكېټ اجرا نوې دفترونو پرانستې په موقعه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل بلوچستان عوامی ګوند عمران خان سره ولاړ دے٬ زه هم د غر په څير عمران خان سره ولاړ يمه د نورو خلقو ذمه وار نه يم۔ په پارليمنټ لاجز كښې د رامخې ته شوې پېښې په اړه داخله وزير ووئيل په پارلېمنټ لاجز كښې كورنۍ خطر سره مخ وې٬ 70 كسان ننوتلې وو۔ هغه ووئيل مونږ 7 ورځې مخكښې پارلیمنټ، پارلېمنټ لاجز اېف سی او رېنجرز ته د سپارلو پرېكړه كړې دغسې چې د امن او امان كومه ګيله پاتې نه شي۔ هغه ووې حكومت پوځ هم طلب كولې شي خو خبره لا دې ته رسېدلې نه ده۔ يو خبريال د پي پي پي چيئرمېن په اړه پوښتنه وكړو نو شېخ رشيد ووئيل د بلاول په اړه مانه كومه پوښتنه مه كوۍ ٬ خفه به شم او لاړ به شم۔ هغه ووئيل اپوزيشن دې د صبر او زغم نه كار واخلي ٬ د بې باورۍ تحريك كښې به دوئي ناكامۍ سره مخ شي ٬ په ټاكنو كښې يو كال دې ٬ داسې نه چې دوئي تر 10 كلونو په لائن كښې پاتې شي۔ هغه ووئيل مونږ له به په صلح او صفايۍ خبره كول وي ٬ په ګډه به د مذكراتو د لارې كوم حل راويستل وي۔ هغه ووئيل ښه به دا وي چې د ټاكنو تيارې وكړې شي۔