اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه به په نهم مارچ د كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې كېږي۔ د غونډې په اېجنډا كښې د وزيراعظم د چين او روسيه دورو٬ په اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه او په افغانستان كښې د ترهګرۍ زياتې شوې پېښې او په سباون كښې د پاكستان لخوا د داسې پېښو مخنيوي لپاره د اقداماتو چارې شاملې دي۔ په غونډه كښې به د هندي واكمنو اقليتونو سره د امتيازي سلوك په خاص توګه مسلمانانو انجونو ته په تعليمي ادارو كښې د سكارف د استعمال په معامله هم غور كولې شي