کاروبار او صنعت كښې جدت لپاره انفارمېشن ټېکنالوجي كارولو ته اړتيا دهد صدر ډاکټر عارف علوي دستورې ته وېنا

image
APP19-090322 ISLAMABAD: March 09 - President Dr. Arif Alvi addressing the 2nd LCCI IT Awards 2022 distribution ceremony at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي کاروبار او صنعت كښې جدت لپاره د انفارمېشن ټېکنالوجي كارولو په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي كاروباري ورورولي معيشت ته وده وركولو او اولس ته روزګار وركولو لپاره ځانګړې كردار لوبولې شي، نړۍ سرمايه كارۍ لپاره پاكستان پلو ګوري٬ حكومت د آئي ټي په څانګه كښې بلها مراعات وركړي او كاروباري ورورولۍ ته ټول سهولتونه وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د لاهور چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري تر سېوري لاندې د اېوارډز دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره كښې د لاهور چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري عهديدارو، غير ملکي سفيرانو او نورو نوموړو شخصياتو ګډون كولو۔ صدر ووئېل پاكستان د افرادي قوت كمے نه لري ٬ د انفارمېشن ټېكالوجۍ پرمختګ سره به روزګار زيات شي٬ حكومت ځوانان ډيجيټل سكلز پلو راغب كوي او تر اوسه د دې پروګرام له مخې 22 لكه ځوانانو ته تربيه وركړې شوې كوم چې يو لوي پېشرفت دے ۔ صدر په كاروباري ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي په كاروبار او صنعت كښې په جديديت سرمايه كاري وكړي او د انفارميشن ټيکنالوجۍ كارولو څخه ګټه پورته كړي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د حکومت د کاروبار دوسته پاليسيو په سبب د ټېكسټائل څانګه بحال شوې او صنعتي څانګې نزدې 900 اربه روپۍ اضافې ګټلې دي۔ ده ووئيل د آئي ټي څانګي لپاره ضروري ده چې ھغوي تعليمي ادارو سره تعلق جوړ كړي دغسې چې د روزګار موقعې پېدا كولو سره سره د ماركيټ ضرورتونه هم ترسره كړې شي۔ ده ووئيل زده كوٶنكي د حكومت په ډېجيټل سكلز كورسز كښې شامل كړے شوي او د لرې پرتو سيمو څخه تعلق لرونكي ځينې زده كوٶنكي نزدې يو نيم لك ډالره ګټي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل د آئي ټي څانګې مېرمنو ته په كور د كار كولو اجازې وركولو سره د اختيار مندۍ لپاره كليدي كردار لوبولے۔ ده د آئي ټي په كمپنو زور روارو چې ھغوي په دې څانګه كښې د مېرمنو د شاملېدو ډاډګيرنه وكړي۔ صدر مملکت ووئيل يوه څانګه د آئي ټي غوندې ګټه نشي رواړلې٬ زراعت، ټيکسټائل، فارما او د آئي ټي په صنعتونو كښې د متوقع چينائي سرمايه کارۍ نه پس به د پاكستان سباٶن روښانه شي۔ د دې نه وړاندې صدر مملکت د دستورې په مهال د آئي ټي منصوبو په كاميابۍ سره په چلولو د مېرمنو پشمول كاروباري كسانو او د بېلا بېلو څانګو ځانګړې كاركردګي ښوونكو كسانو له اېوارډز وركړل

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں