د 90 لكو څخه زيات سمندر پورې پاكستانيان په عمران خان بشپړ باور لري٬ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب

image

اسلام آباد ۔15مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د90 لكو څخه زيات سمندر پورې پاكستانيان په عمران خان بشپړ باور لري٬ اوورسيز پاكستانيان زمونږ اثاثه دي٬ اوورسیز پاکستانیان د كال 30 اربه ډالره پاكستان ته رالېږي ٬ مريم صفدر الېكشن كمېشن ته په راتللو ثابته كړه چې اكبر اېس بابر د ن ليګ په ايزي لوډ روان دے٬ مريم صفدر ته چېلنج دے چې هغې سره د فارن فنډنګ ريكارډ نشته ، پی ټی آئی په اولني ځل پوليټيكل فنډ رېزنګ پېل كړے ٬ پي ټي آئي سكروټني كمېټۍ ته ټول ريكارډ وركړے٬ الېكشن كمېشن ته خواست دے چې زر تر زره د ن ليګ او پي پي پي فنډنګ كېس سماعت وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزير مملكت ووئيل اوورسیز پاکستانیان د كال 30 اربه ډالره رالېږي ، د ن لیګ په دور كښې دا ترسيلات زر 18 اربه وو۔ ده ووئيل مونږ ته د اسرائيل او هند څخه د فنډنګ اخستو پېغورونه راكوؤنكي دې دا اوويني چې مونږ ته كوم كوم پاكستانيان فنډنګ راكوي۔ فرح حبيب ووئيل مريم دې اووائي چې 65 كروړه روپۍ د كوم ځائې نه راغلي۔ د مړو شوو كسانو اكاؤنټس تر كال 2017 چا روان ساتلې وو۔ ده ووئيل فضل الرحمن به د ليبيا نه فنډز اخستو۔ وزير مملكت ووئيل مونږ الېكشن كمېشن ته تحريري خواست كړے چې هغه د ن ليګ او د پي پي پي د فارن فنډنګ كېس زر تر زره اورېدنه وكړي٬ سكروټني كمېټي دې فعاله كړې شي دغسې چې كمېټي خپل رپورټ بشپړ كړي۔ فرخ حبيب ووئيل مريم صفدر ٬ فضل الرحمن او زرداري دې د خپل خپل ګوند حساب راوړي۔

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں