اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د عمران خان وژن سماجي تحفظ وركول وو٬ د كرونا په مخنيوي كښې مېرمنو كهم كردار لوبولے ، د هېواد نيمه آبادي په پرېښودولو مونږ پرمختګ نشو كولې٬ پاكستان كښې مېرمنې د تعليم پحقله خاص مسئلو سره مخ دي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ ده ووئيل وفاقي وزيره شيرېں مزاري زما نه زياته لوسته ده ٬ دې لپاره ھغې په انګليسۍ كښې خبره كړې٬ زه كم لوستے يم ځكه به زه په اردو كښې خبرې كوم۔ ده ووئيل د عمران خان وژن سماجي تحفظ وركول وو٬ د سېنېټر ثانيه نشتر د لارې د سماجي تحفظ پروګرام پېل شوے٬ د نګار جوهر په پوځ كښې د لېفټيننټ جنرل چوكۍ ته رسېدل د اعزاز خبره ده ۔ اسد عمر ووئيل د كرونا په مهال مېرمنو د فرنټ لائن هېلته وركرز په توګه كردار لوبولے ٬ پاكستان كښې 76 فيصده هېلته ورركز دي او 55 فيصده ډاكټرانې مېرمنې دي٬ ده ووئيل 88 فيصده نرسنګ عمله هم په مېرمنو مشتمل ده۔ ده ووئيل د ټول قام لخوا زه د دوي مننه كوم۔ ۔ د مېرمنو د حقونو پحقله د پاكستان په 156 هېوادونو كښې 153م لمبر دے ٬ پاکستان كښې د مېرمنو پحقله پرېكړه نارينه كوي۔ ده ووئيل مېرمنو لپاره د ليډرشپ موقعې نشته٬ مېرمنو ته دې د ليډر شپ موقعې وركړې شي دغسې چې دوي خپله پرېكړه وكړې شي۔