اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د ډاكوانو پشمول د حكومت جوړولو خبره كېږي٬ د پاكستان سباؤن غلو ته سپارلے نشو ٬په سندھ هاؤس كښې د خلقو د ضمير خرڅولو لپاره بولۍ لګي٬د لس لكه خلقو د غږ په سبب اپوزېشن يره اغستې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په جناح كنونشن سنټر ګښې د ګرين يوت موومنټ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث د خپلې وېنا كولو په مهال وكړه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل پرون وړوكي ډان وئېل په هېواد كښې قومي حكومت جوړ كړې چې پكښې تحريك انصاف شامل نه وي٬د عقل نه خلاص نن وائي چې د ډاكوانو حكومت جوړ كړې كوم چې غله بچ كړي٬ مونږ د دې نه وړاندې كله داسې بيانونه نه وزو اورېدلې۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د پاكستان 63 فيصده آبادي د هغو ځوانانو ده د كومو عمرونه چې د 15 نه تر 33 كلونه دي او دا هغه ځوانان دي كوم چې د پاكستان سباؤن دے٬مونږ به خپل سباؤن په يو صورت هم غلو او ډاكوانو ته ونه سپارو٬ ده ووئېل مونږ ته معلومه ده چې په سندھ هاؤس كښې منډۍ لګېدلې ٬د ضمير خرڅولو خبرې كېږي آيا اولس به د دې اجازه چا له وركري۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل ما څو ورځې وړاندې ډي چوك ته د لس لكه خلقو راغونډولو خبره كړې وه خو دا مو نه وو وئېلي چې دا خلق به اپوزېشن اووهي۔ده ووئيل غونډې كول د سياسي ګوندونو حق دے٬مونږ به په اسلام آباد كښې د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه جلسه كوو