اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د كامياب پاكستان پروګرام د پرانستې چمتووالې نيول شوے، وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د اكتوبر په 4مه نېټه كال 2021م د كامياب پاكستان پروګرام پرانسته كوي. د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې كامياب پاكستان د خپل نوعيت يو ځانګړے پروګرام دے چې له مخې به ئې 37 لكه كورنيو ته 14 سوه اربه روپې قرض وركولې شي. ده ووئيل چې كامياب پاكستان پروګرام به په هېواد كښې د غربت په خاتمه كښې كليدي كردار ترسره كړي. دا پروګرام د ټولنې د محروم طبقو ژوند بدلولو او دوي په مالي لحاظ بااختياره كولو لپاره تشكيل كړے شوے. د خزانې وزير شوكت ترين ووئيل چې دا پروګرام په يقيني توګه په پاكستان كښې د خپل نوعيت وړومبې پروګرام دے چې له مخې به ئې د مائيكرو فنانس ادارو د لارې د بانكونو او د كم امدن طبقې يو بل سره جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي. د خزانې وزير ووئيل چې كامياب پاكستان پروګرام د غريب او كمزور طبقو په اړه د رياست د ذمه وارې د احساس عملي تعبير دے. ده ووئيل چې د كامياب پاكستان پروګرام پنځه عناصر دي چې پكښې به د كامياب كسان د لارې كروندګرو ته د سود نه بغېر قرض نه علاوه كاروبار لپاره د سود نه بغېر پنځه لكه روپې وركولې شي. هم داسې د ارزان كور سكيم له مخې به خپل كور لپاره په اسانو قسطونو د فنانسنګ اسانيې ترلاسه شي. د پروګرام له مخې به د وفاقي حكومت سكېلډ بېسډ سكالرشپ سكيم او صحت انصاف كارډ هم كامياب پاكستان پروګرام سره تړلې شي.