په زړه پورې كاروباري چاپېريال رامخې ته كولو له ګامونه پورته كولې شي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كوئټه چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد۔4 اکتوبر(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي په زړه پورې كاروباري چاپېريال رامخې ته كولو له ګامونه پورته كولې شي دغسې چې هېواد ته بهرنۍ سرمايه كاري راوړلې شي ، د حكومت لخوا كاروبار كښې د آسانيو لا بهترۍ له د پېل كړې شويو اصلاحاتو نتيجې رامخې ته شوي دي او په نړيواله درجه بندۍ كښې د پاكستان رېنك د 136 م پوزيشن نه ښه كېدو سره 108 م لمبر ته راغلے دے۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د کوئټه چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ پلاوي د چېمبر صدر فدا حسېن دشتی په مشرۍ كښې د ګل په ورځ ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ پلاوي سره خبرو كښې صدر مملكت ووئيل حكومت د كاروبار او صنعتي څانګو آسانيو او د دې لا مضبوطولو ته خصوصي پاملرنه كوي او په دې لړ كښې ئې سوداګرې ورورولۍ او د ټولنې نورو بې وزله طبقو ته زيات نه زيات ريليف وركړے دے۔ هغه په دې خبره رڼا واچوله چې حكومت د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې هېواد كښې انټرپرینیورشپ او د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروباري ادارو ته وده وركولو له 100 اربه روپۍ بېلې كړې دي او ځوانانو ته په آسانو شرطونو كاروباري قرضې وركوي۔ پلاوي صدر په قامي معيشت كښې د كوئټه كاروباري ورورولۍ كردار او پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ صدر پلاوي ته باور وركړو چې د مسئلو په حل كولو كښې به د هغوي مرسته كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں