كه لوئے څښتن ته منظوروي نو د رمضان او اختر مياشت به په يوه ورځ ليدلے شي۔ په پېښور كښې د رويت هلال كمېټۍ غونډه په سم لوري پورته كړے شوے ګام دے۔ د حافظ محمد طاهر اشرفي او مولانا عبد الخبير آزاد ملاقات نه وروستو مشتركه بيان

image

اسلام آباد۔4اپرېل(اے پی پی) كه لوئے څښتن ته منظوروي نو د رمضان او اختر مياشت به په يوه ورځ ليدلے شي۔ په پېښور كښې د رويت هلال كمېټۍ غونډه په سم لوري پورته كړے شوے ګام دے۔ قام يو موټې كول غواړؤ۔ د سائنسي علومو او د قرآن او سنت په رڼا كښې به پرېكړه كوؤ۔ نوې رويت هلال كمېټي به كه لوئے څښتن ته منظور وي نوې روايت په ځائې كړي۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفی او د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبد الخبير آزاد ملاقات نه وروستو په خپله مشتركه بيان كښې وكړه۔ دوئي ووئيل د وزيراعظم عمران خان د هداياتو له مخې د رمضان او اختر مياشتې په ليدلو اتفاق اولنۍ او مهمه ترجيح ده۔ اولس ته د يو رمضان او يو اختر ډالۍ وركول غواړو۔ مركزي رويت هلال كمېټي به د سائنسي علومو او ګواهانو ته كتلو سره د شرعي احكاماتو په رڼا د روژې او اختر مياشتې په نظر راتلو پرېكړه كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں