ايسټر اختر ٬ د ريښتيا ٬ انصاف او اميد يو آفاقي پېغام (خصوصی فیچر)

image

لاهور ۔4اپرېل (اے پی پی)
رپورټ، امتیاز احمد
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
په عيسائي مذهب كښې نن د اتوار په ورځ لمانځل كېدونكې ايسټر اختر ډېر مهم دے۔ د مسیحی ورورولۍ عقيدې له مخې د حضرت عيسی علېه السلام د دفن كېدو نه وروسته د يو وارې بيا ژوندي كېدو پېښې په ياد كښې دا ورځ لمانځلې شي او دا د مسيحيانو تر ټولو لوئے اختر ګڼلے شي۔ هر كال د ايسټر تاريخ ټاكنه د شمسي او قمري دواړو كېلنډرو د لارې كولې شي۔ د 21 مارچ نه وروسته چې كله هم سپوږمۍ پوره وي نو د دغې نه وروستو په اولني اتوار ايسټر سنډے وي۔ د مسيحيانو د عقيدې له مخې عېسی علېه السلام چې كله زرګونه كاله آګاهو په دار كړے شو نو د هغې نه وروسته د ګډ فرائيډے په درېمه ورځ يعني اولنۍ سنډے عيسی علېه السلام يو وارې بيا ژوندے كړے شو۔ د عیسايانو د عقيدې له مخې هغه يو وارې بيا ژوندي كېدو نه پس تر 40 ورځو خپلو ملګرو سره و او بيا جنت ته لاړو۔ دا جشن تر 40 ورځو دوام لري او په وروستۍ سنډے ختم شي۔ د ايسټر پېل ګرجاګھرو كښې د دعا دستورو نه كېږي۔ كېكونه پرېكولې شي او بېل مذهبي پروګرامونه كولې شي۔

 د لاهور مسیحی مذهبي لارښود فادر سېمسن دلاور ووئيل ایسټر اختر د عيسائي عقيدې يو بنيادي برخه ده كوم چې د سوؤنو كالو نه لمانځلې شي۔ هغه ووئيل د يسوع مسيح يو وارې بيا ژوندي كېدو عقيدې نه غېر زمونږ ايمان نيمګړے دے۔ فادر سېمسن دلاور زياته كړه چې حضرت مسيح علېه السلام په خپله زمانه كښې په ټولنه كښې د روانو ظلمونو او ناروا كارونو په ضد غږ پورته كړو او د دې د لاسه هغه ډول ډول ستونزو سره مخ پاتے شو۔ هغه ووئيل دا ورځ د دې غوښتنه كوي چې مونږ نن په نړۍ كښې د ظلمونو او ناروا كارونو په ضد غږ پورته كړؤ۔ لكه څنګه چې يسوع مسيح د روميانو په ضد غږ پورته كړے و۔ كومو چې دا ګڼل چې مونږ د حق او مينې آواز ټول عمري له ختم كړے دے خو د هغه بيا ژوندي كېدو هغوي غلط ثابت كړي دي۔

د لاهور کېتھډرل چرچ ډين ‘ فادر شاهد معراج ووئيل اېسټر ورځ د تقویٰ، توبې ، طهارت، پاکیزګی، امن، مينې، صلح او د خلاصي درس وركوي۔فادر شاهد معراج ووئيل دا ورځ هغه ټولو خلقو ته يو آفاقي پېغام وركوي كوم چې د ريښتيا او انصاف لپاره هڅې كوي۔ ريښتيا ته دروغ او رڼا  ته تيارې كله هم ماتې وركولې نه شي۔ هغه ووئيل ايسټر د ژوند او هيلې اختر دے او د كورونا وباﺀ روانه وضعه دا غوښتنه كوي چې مونږ د يو قام په حېث ددې وباﺀ مخنيوي له خپل كردار ترسره كړؤ۔ په دې موقعه عيسائي لارښودو د ايسټر اختر لمانځلو له په اجازه كولو دواړو لارښودو د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔

د بشري حقونو او اقليتي چارو صوبائي وزير اعجاز عالم آګيسټن د ايسټر اختر په موقعه د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل د ايسټر اصل مقصد مينھ او خوشحالۍ عام كول دي۔ په عيسائي مذهب كښې دا ورځ لويے اهميت لري۔ هغه ووئيل ټولو اقليتونو ته رياست كښې يو ډول حقونه ترلاسه دي او د پاكستان آئين د دوئي د مذهبي آزادۍ بشپړه تحفظ وركوي۔ صوبائي وزير ووئيل مينې ٬ امن او قربانۍ ته وده وركولو له د يسوع مسيح په تعليماتو عمل كولو ته اړتيا ده۔ هغه د كورونا په روانه وضعه كښې عيسائي ورورولۍ ته خواست وكړو چې د حفاظتی  اقدامات له مخې د ايسټر اختر كورونو كښې ولمانځي ٬ سماجي فاصله ساتلو سره سره په دستورو كښې د ماسك اچول باوري كړي دغسې چې هغوي د دې وباﺀ نه ځان او خپلې كورنۍ وساتلې شي۔

           (په مننه د اے پي پي)

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں