د سوئېلي پنجاب په خپلواكۍ د نقب لګولو هڅه كوونكي به مقاؤمت سره مخ كېږي٬د مارچ نوټيفيكېشن سازش ؤ ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د سوئېلي پنجاب په خپلواكۍ د نقب لګولو هڅه كوونكي به سخت مقاؤمت سره مخ كېږي٬د 30م مارچ نوټيفيكېشن سازش ؤ٬مونږ به په سوئېلي پنجاب كښې د اختياراتو منتقلي باوري كوو۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وېډيو لنك د لارې د سوئېلي پنجاب د امتيازي چارو په اړه جوړې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په غونډه كښې په ګډون كولو د پنجاب د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت د خارجه وزير هركلے وكړو۔د پنجاب اېډېشنل چيف سېكرټري ګډون كوونكو ته د سوئېلي پنجاب سېكرټرېټ د انتظامي چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل د سوئېلي پنجاب د محرومۍ احساس ختمولو لپاره وزيراعظم عمران خان ما سره د مشورې نه پس د سوئېلي صوبې غوښتنه د تحريك انصاف په منشور كښې شامله كړې وه۔د سوئېلي پنجاب غوښتنه په لساني يا سياسي بنيادونو نه ده شوې بلكې دا يوازې په انتظاميې بنيادونو شوې۔دې لپاره ډېرې هڅې شوي۔ده ووئيل د سوئېلي پنجاب اولس مونږ ته مېنډېټ راكړے٬مونږ به په سوئېلي پنجاب كښې د اختياراتو منتقلي باوري كوو

مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں