وزير اعظم عمران خان او د ازبکستان صدر شوکت ميرزيوئيف ترمينځه غونډه

image
APP52-140421 ISLAMABAD: April 14 - Prime Minister Imran Khan and President of Uzbekistan, Shavkat Mirziyoyev at the virtual summit. APP

اسلام آباد14اپريل (اے پي پي) پاکستان او ازبکستان د كركيلي او دفاع پشمول په نورو څانګو كښې مرستي زياتولو لپاره د مشرانو په كچه خبرو اترو روانو ساتلو ته صلاح شوي دغسې وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا مقابله کولو او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته په وده وركولو زور راوړے۔وزيراعظم عمران خان او د ازبکستان صدر شوکت ميرزيوئيف ترمينځه وړومبۍ ورچوئل د مشرانو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔چې پكښې په شريكه مرسته او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔دواړو ډلو د شريكې عقيدې ، شريك تاريخ او كلتوري تړون تر مخه په پاك۔ ازبک اړيكو رڼا واچوله۔ دوي د اعلي كچ پلاوي تګ راتګ رفتار زياتولو له د عزم پخلے هم وكړو۔ په خاص توګه د سياسي ، تجارت ، سلامتيا او دفاع پشمول د تعليمي او كلتوري دورو جاج واخستلے شو۔دوي مذهبي سيلګرۍ پشمول د اولس ترمينځه رابطو زياتولو ته هم صلاح شول۔وزير اعظم عمران خان سياسي او سفارتي رابطو زياتولو ،تجارت او معاشي مرستي ، ترجيحي تجارتې لوظنامي (پي ټي اے) او د ټرانزټ ټريډ ايګريمنټ (ټي ټي اے) زر تر زره حتمي كولو ،سيکيورټي او دفاعي مرستي سره د اقدامات په اهميت رڼا واچوله۔ده ووئيل تعليم،كلتور او د سيلګرۍ په څانګو كښې شريكي مرستي زياتولو ته اړټيا ده۔وزيراعظم ريل،سړك او د هوائي رابطو په اهميت هم رڼا واچوله۔وزيراعظم د پاکستان معاشي سلامتيا نمونه او جيو اقتصاديات پلو د پام لرنې كولو سره ووئيل مينځني اسياﺀ په دې نقطه نظر د خاص اهميت لرونكې سيمه ده۔ دواړه لارښودو د شريكي خوښي په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د ملګرو ملتونو ،او آئي سي ، اېس سي او او اي سي او پشمول په هر نړيوال او سيمه ايزو چارو ئې د يو بل سره ملاتړ روان ساتلو له د لوظ پخلے وكړو۔وزيراعظم عمران خان د هند په ناجائزه قبضه كښې د کشمير( آئي او جے کے) تازه صورتحال څخه هم هغه خبر كړو ا ودغسې د سوئيلي اسياﺀ كښې امن او سلامتيا په چارو د پاکستان د نقطه نظر تائيد وكړے شو او د جمو او کشمير شخړې په امناكه حل له ئې زور راوړو۔وزيراعظم افغانستان كښې كوټلي امن او استحکام لپاره افغان امن عمل آسانولو له د پاکستان په هڅو رڼا واچوله۔ده ووئيل په رسمي توګه په پراخه بنيادونو د خبرو اترو د لارې سياسي حل لپاره به افغانانو له دې تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كول وي۔ دغسې وزير اعظم د اسلامو فوبيا مقابله کولو او مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو۔ورچوئل سمټ په موقع د كركيلي په ميدان كښې مرستي لا زياتولو له د مفاهم په يادښت ، دمصنوعات،معيا،تکنيکي معاونت او په بيلو څانګو كښې شريك شناخت په اړه لوظنامه او دفاعي مرستي په اړه د تفاهم يادښت لاس ليك كړے شو۔صدر ميرزيوئيف وزيراعظم عمران خان ته جولائي 2021 كښې په تاشقند كښې كيدونكي نړيوال کنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔دغسې وزيراعظم عمران خان هم د صدر ميرزيوئيف مننه كولو سره هغه له زر تر زره د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔د سمټ په اختتام شريكه اعلاميه هم جاري كړې شوه

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں