حکومت اولس له د كورونو جوړولو لپاره پور وركوي،د چينو د بيعې زياتېدو چې پلټني وشوې نو خوفناك څيزونه رامخي ته شول،د وزيراعظم عمران خان د ميډيا نمائندګانو سره خبرې

image

سرګودها 14 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان كښې د كمزورې طبقي لپاره چا هم څه سوچ نه ؤ كړے، موجوده حکومت په وړمبي ځل عامو وګړو له كورونو جوړلو له قرض وركوي، د حکومت كار د اولسي ګټې تحفظ کول دي، د چينو په بيعه كښې د زياتوالي چې پلټني وشوې نو خوفناك ځيزنه رامخي ته شول، كه څوك څه تحفظات لري نو جاج اخستلے شو خو د قانون په سرلوړۍ به څه سمجھوته ونه كړو ، طاقتور به د قانون سره مخ كولې شي دې نه غير پرمختګ نه شي كيدے ٬ كومه ټولنه كښې چې انصاف نه وي هلته غريبي زياته وي۔د شورو په ورځ په سرګودها كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاکستان كښې د كمزوري طبقي لپاره چا هم څه سوچ نه ؤ كړے، د وزيراعظم جونيجو په دور كښې منصوبه پیل شوې وه خو ناكامه وه ، حکومت وګړو له ويړيا كورونه نه شي وركولې خو د بېنكونو د لاري آسانۍ وركړے كيدے شي او غريبانانو له د كورونو لپاره روپۍ وركړې كيدې شي۔ده ووئېل وړاندې به بېنكونو غريبانو له قرض نه وركولو ، هائوسنګ لپاره د قرض وركولو په لار كښې قانوني خنډان ولاړ وؤ كوم چې لري كړې شوي، په دې دوه كاله موده لګيدلې ،د كور جوړولو لپاره د بېنكونو شركت ته اړټيا وه او دغې لپاره ضروري قانون سازي شوې ۔ وزيراعظم ووئيل اوس د بېنكونو عملې له تربيه وركړے كيږي چې څنګه به غريبانانو له آسانۍ وركړې شي، حکومت د كور جوړولو لپاره درې لكهه سبسډي هم وركو چې ورسره به د كورونو قسطونه كم شي،يو عام وګړے كوم چې څه روپۍ د كور په كرايه وركوي هغه روپۍ به بېنكونو له د قرض په قسطونو وركوي او د خپل كور به مالك شي۔ جهانګير ترين او د هغه مرستيالو ځېني غړو په اړھ ده ووئيل دغه غړي خبرې اوريدلو له چمتو دي خو په يو كال كښې د چينو بيعه 26 روپۍ زياته شوې او دې سره د اولس د جيب څخه 126 نه تر 140 اربه روپۍ وېستلي شوي او د شوګر ملز مالکانو جيب ته رسيدلي۔ وزيراعظم ووئيل د حکومت کار د اولسي ګټې تحفظ کول وي،كله چې مونږ د اېف آئي اے څخه د دې معاملې پلټني پيل كړې نو خوفناك څيزونه رامخي ته شول، ټيکس غلا كيږي ، انډر ډيکليئر کيږي۔ وزيراعظم ووئيل څوك كه څه تحفظات لري نو جاج اخستلے شو خو د قانون په سرلوړۍ به سمجھوته نه كيږي چې غريب لپاره جلا او مالداره لپاره جلا قانون وي۔ وزيراعظم ووئيل طاقتوره طبقه ټول مراعات اخلي۔د پخواني وزيراعليٰ شهباز شريف په ضمانت راخوشي كولو په اړه ده ووئيل زه په کيس څه تبصره نه كوم، نبي کريم ۖ فرمائيلي ستاسو څخه وړاندې قامونه ځكه تباه شوي چې هغوي به خپلو كمزورو له سزاګاني وركولي او طاقتور به ئې پريېښودل۔ده ووئيل د پخوانو حکمرانانو غلا د ټولو په وړاندي ده

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں