ګوادر 17مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي سي پيك د هېواد د پرمختګ پروژه ده،علم او تحقيق او جستجو سره په نړۍ كښې پرمختګ ممکن دے،په كوم رفتار چې په 2018 كښې كار پرېښودلے شوے ؤ ،ګوادر كښې به په هغه رفتار بيا پيل كولې شي ، ګوادر كښې به د ټرانسميشن لائن منصوبې زر تر زره بشپړولې شي، د ګوادر زدكوونكو له به سکالرشپ وركولې شي۔د نهې په ورځ ګوادر پوهنتون كښې زدكوونكو ته خپله و ينا كښې ده ووئيل سي پيك د هېواد د پرمختګ پروژه ده۔تير حکومت سي پيك د متنازعه جوړولو هڅه كړي۔مونږ د پرمختيائي پروژو سره سره په اولس پېسه مصرف كوو۔د سي پيك کے منصوبې ته موجوده حکومت پام لرنه كوي۔ ګوادر كښې تاسو ته 4 يا 5 كاله پس د مخاطب كيدو موقع په لاس راغلې ۔ ده ووئېل په تير دور كښې د ګوادر د پرمختګ عمل تندولو لپاره مو كار كړے ؤ۔ ده ووئيل مونږ په ګوادر كښې هائير ايجوکيشن له اهميت وركړے۔ كه تعليم نه وي نو د پرمختګ عمل به اودريږي۔ هڅه كوو چې په دوه درېو كلونو كښې د پوهنتون کيمپس جوړول بشپړ شي۔ دا پوهنتون به سينټر آف ايکسيلينس جوړولې شي۔ ده ووئېل بلوچستان ته په سيمه كښې ښه حيثيت ترلاسه دے۔د تعصب او عصبيت سوچ مقابله په علم سره كيدې شي۔ده ووئيل اختلاف په تشدد نه په مکالمه حل كولو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير ووئيل د برېښنا او اوبو پروژې پيل شوې،مونږ هيله لرله چې دا به بشپړې شي، خو په افسوس سره وايم چې زمونږ پيل شوې منصوبېد تاخير ښكار شوې۔ ده ووئېل په كال 2017 كښې ګوادر كښې د ډيمز منصوبې پيل شوې خو د تير حکومت په غفلت دا ډيمز د تاخير ښکار شوے ۔ اسلام آباد ميټرو منصوبه څلور كاله د غير ضروري تاخير ښکار شوې،مونږ په لسو ورځو كښې هغه روانه كړه۔په كوم رفتار سره چې په 2018 كښې كار پرېښودلے شوے ؤ ،ګوادر كښې به په هغه رفتا بيا كار پيل كولې شي