وزيراعظم به نن د احساس راشن رعايت سكيم پرانسته كوي. چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان به د غربت خاتمې د خپل وژن له مخې نن د ګل په ورځ د احساس راشن رعايت سكيم پرانسته كوي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې په ابتدا كښې به تقريباً 20 لكه كورنۍ هره مياشت په خوراكي څيزونو 30 فيصده سبسډي ترلاسه كولو سره د دې سكيم څخه استفاده وكړي. ده ووئيل چې د درې څيزونو په بېعو كښې به ځانګړې كمې راشي چې پكښې ووړه، خوراكي تېل اوغوړي او دالونه شامل دي. سبسډي غريب او متوسط طبقې ته وركولې شي. ده ووئيل چې د احساس كفالت سكيم له مخې به د 71 اربه روپو د نغدې مرستې تقسيم هم د ګل په ورځ پېل شي.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں