د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په پېښور كښې د ترهګرې د پېښې سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په پېښور كښې د ترهګرې د پېښې سخته غندنه كړې او د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري او آئي جي څخه ئې د پېښې رپورټ طلب كړے. د جمعې په ورځ د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په چاودنه كښې د شهيد شويو لمونځ كوونكو كورنيو سره غمرازي كړې او په قېمتي ځاني زيان ئې خواشيني ښودلې

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں