اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په 10 اګست 2022 د قامي اسمبلۍ د پلاټينم جوبلي لمانځلو منظوري وركړې۔د قامي اسمبلۍ وياند له مخې د پاكستان آئين ساز اسمبلۍ وړومبنۍ غونډه د پاكستان د آزادۍ څخه وړاندې په 10 اګست 1947 شوې وه ۔د پاكستان قامي اسمبلۍ د پلاټينم جوبلي په ښه ډول لمانځلو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر د ګڼ شمېر اقداماتو منظوري وركړې چې پكښې د پلاټينم جوبلي لپاره به خاص لوګو ډيزائنګ كولې شي او په دې موقع د يادګاري سكې او يادګاري ډاګ ټكټ اجرا هم شامله ده۔د 10 اګست كال 2021 څخه پیل كېدونكې د پارليماني كال دستوره به هم كولې شي۔وياند له مخې په خاص اقدامات كښې د پارليماني فرېنډ شپ ګروپس پليټ فارم استعمالول هم شامل دي۔د پارليماني سفارتكارۍ د لارې دوستانو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول هم شامل دي۔د دې جذبې له مخې به مختلف پارليماني پلاوي د دوستانو هېوادونو پارليماني سټيك هولډرز سره ملاقاتونه كوي۔۔د شريكې مرستې اصول په ځاې ساتلو لپاره قامي اسمبلۍ نه يوازې بهر هېوادونو ته پلاوي ليږې ۔بيان كښې وئېلي شوي د غړو د هېواد څخه د بهر لېږلو اطلاعات په مېډيا غلط رپورټ كېږي۔دا پارليماني دورې د قامي اسمبلۍ د پلاټينم جوبلي دستورې په ښه ډول لمانځلو لپاره د شوو پريكړو تسلسل دے