د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د سندھ څخه د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړو غونډه

image
APP85-070322 ISLAMABAD: March 07 - A delegation of MNAs from Karachi called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او سندھ څخه د پي ټي آئي د قامي اسمبلۍ غړو غونډه شوې ۔د ګل په ورځ د وزيراعظم مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې د ټولنې غريبې طبقې آسانيو لپاره قامي صحت كارډ٬كامياب جوان پروګرام او احساس راشن رعايت پروګرام پشان تاريخي حكومتي اقدامات وزيراعظم وستائېل۔په دې موقع د سندھ د اسمبلۍ غړو وزيراعظم ته خواست وكړو چې د سنده خلقو لپاره هم د وفاقي فنډز څخه د صحت كارډ اجرا وكړي ځكه چې د سندھ صوبائي حكومت دې مقصد لپاره د وسائل بېلولو لپاره چمتو نه دے۔وزيراعظم دوي ته باور وركړو چې د سندھ اولس ګټې لپاره به په دې لړ كښې ټول ممكنه آپشنز باندې غور كولې شي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر٬سيد علي حېدر زيدي٬محمد ميا سومرو او د وزيراعظم خاص مرستيال ملك عام ډوګر هم ګډون كولو۔د قامي اسمبلۍ غړو کیپټن جمیل خان، محمد اکرم چیمه، آفتاب حسین صدیقی، محمد عالمګیر خان، سیف الرحمان، آفتاب جهانګیر، محمد اسلم، غزاله سیفی، نصرت وحید، نزہت پټھان، جل پرکاش یوکرانی، رمیش کمار او لال چند ملهی هم په غونډه كښې ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں