اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي)د نړيوالو چارو پوهانو او تجزيه كارو همايون خان او نوخيز ساهي د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ټركونو تګ راتګ اجازه تاريخي اقدام ګرځولو سره وئېلي دي پاكستان او افغانستان د يوبل لپاره لوئې منډۍ دي٬د دې پېشرفت سره به د دواړو هېوادونو تجارت ته وده ترلاسه شي٬د افغان عبوري حكومت دا مهال بشري٬معاشي او د بې روزګارۍ بحران سره مخ دے ٬سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ له به د افغان عبوري حكومت خپلواكه جوړولو لپاره وړاندې راتلل وي۔د شورو په ورځ پي ټي وي پروګرام كابل آور كښې د خبرو په مهال تبصره كونكې نوخيز ساهي ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ټركونو تګ راتګ اجازت تاريخي اقدام دے٬دې سره به تجارت ته وده ترلاسه شي او د دواړو هېوادونو كاروباري طبقې خلق به په آزادانه توګه تجارت وكړي۔ده ووئيل د پاكستان سينټرل اېشيا هېوادونو سره په روابطو كښې تندوالې راغلے ٬تجارت لپاره به تر سينټرل اېشيا رسنه د افغانستان د لارې كېږي ځكه زه ګڼم چې د ټركونو تګ راتګ په اړه پېشرفت د وخت ضرورت ؤ ۔نوخيز ساهي ووئيل د امن نه بغېر افغانستان په معاشي توګه مستحكم كېدل ناممكن دي ځكه ضروري ده چې افغان عبوري حكومت له مضبوطيا لپاره ګاونډيان هېوادونه او نړيوالې ورورولۍ ذمه وار كردار ادا كړي۔ده ووئيل په افغان مسئله د چين لخوا بيان د منطقې هېوادونو لپاره خوشبينه دے۔په راتلونكو ورځو كښې به د افغانستان په پرمختګ كښې د چين كردار تر نظره شي۔تجزيه كار همايون خان ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه د ټركونو تګ راتګ سره به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او کنکټیویټی زياته شي بلكې هلته به بشري بحران مخ نيوي له هم مرسته هم ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان دا مهال جيو پوليټكس څخه جيو اكنامك پلو راروان دے۔ده ووئيل افغانستان له به په معاشي توګه مستحكمېدو لپاره غېر ملكي سرمايه كار راغب كولو لپاره جامع لائحه عمل او فريم ورك جوړول وي