لله﴿جهلم﴾ 06 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د خانقاه سلسله نقشبنديه لله شريف د سجاده نشين صاحبزاده محمد مطلوب الرسول د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو. ده د صاحبزاده محمد مطلوب الرسول كورنۍ او عقيدت مندو سره غمرازي هم وكړه. وفاقي وزير ووئيل چې د صاحبزاده محمد مطلوب الرسول رحلت د هغه كورنۍ او عقيدت مندو لپاره لويه پېښه ده، صاحبزاده محمد مطلوب الرسول لله جهلم او خوا و شا سيمو كښې ديني خدمات ترسره كړي دي. د هغه مريدان په ټول هېواد كښې موجود دي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د صاحبزاده محمد مطلوب الرسول ديني او روحاني خدمات به تل ياد ساتلې شي. وفاقي وزير دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ او عقيدت مندو ته د زغم توفيق وركړي.