اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) پاکستان او چين د چينائي وګړو امنيت لپاره رابطې لا قوي كولو ته صلاح كېدو سره د دې عزم څرګندونه كړې چې د کراچۍ ترهه ګرۍ غوندې پېښو سره به د پاکستان او چين ترمينځه اړيكې نه ځپلې كېږي۔ د كورنيو چارو وزير رانا ثناءاللہ سره د چين د خارجه محکمې د سلامتيا چارو قونصلر او د چين ناظم الامور د شورو په روځ ليدلې دي۔ ملاقات كښې د پاك ۔چين دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو او په نورو مسئلو خبرې شوي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې پاکستان كښې موجود د چين وګړو امنيت باوري كولو په اړه په اقدامات د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ ملاقات كښې د دې عزم پخلے وكړے شو چې د کراچۍ د ترهه ګرۍ په شان پېښو سره به د پاکستان او چين ترمينځه اړيكې نه ځپلې كېږي۔ملاقات كښې امنيت باوري كولو لپاره د كورنيو چارو وزارت او چين سفارت ترمينځه رابطې لا قوي كولو ته صلاح راغلې ۔د كورنيو چارو وزير د کراچۍ پوهنتون كښې د ترهه ګرۍ پېښه كښې د چينائي وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د چين قونصلر ووئيل چين به د پاکستان سره روان پرمختيائي پروژو كښې مالي او تکنيکي معاونت روان ساتي، د چين قيادت د پاکستان او چين اولس ترمينځه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، شر خوښي عناصر د پاك چين اړېكو خرابولو كوم هم سازش به په ګډه ناکامه كوي۔ده ووئيل مونږ خواهش لرو چې د کراچۍ پوهنتون د ترهه ګرۍ پېښې پلټنې زر تر زره بشپړې شي او مجرمان انجام ته ورسي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناءاللہ ووئيل پاکستان كښې د موجودو چينائي وګړو امنيت باوري كولو له به رياست ټول وسائل استعمالوي، وزيراعظم شهباز شريف د چينائي وګړو د امنيت چاري پخپله ګوري۔ده باور وركړو چې د كراچۍ پوهنتون د ترهه ګرۍ پېښه كښې ككړ ټولو مجرمانو له به سزا وركولې شي،د كورنيو چارو وزارت كښې فارن نېشنل سکيورټي سيل جوړ شوے ، د ډسك جوړولو مقصد پاکستان كښې غيرملکي وګړو او په خاص توګه چينائي وګړو امنيت لپاره كوټلې رابطه کاري ده۔ده ووئيل د سي پيك په منصوبو كار كوونكو چينائي وګړو له به د كوټلې امنيت انتظامات کولې شي دغسې چې سباؤن كښې د ترهه ګرۍ دا ډول كومه پېښه رامخې ته نه شي۔ رانا ثناءاللہ ووئيل پاکستان او چين خپلو كښې تاريخي او پخواني اړيكې لري ، د دښمن عناصر د دوه اړخيزه اړيكو خرابولو ناوړه سازشونه به په هيڅ صورت كښې كامياب نشي۔ ملاقات كښې د كورنيو چارو سيكټري يوسف نسيم کھوکھر هم موجود ؤ۔ دغسې د كورنيو چارو سيكرټري هم د كراچۍ پوهنتون په چاؤدنه كښې د چينائي وګړو په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه