حافظ آباد۔13مارچ (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) وائس چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د بېټ په نښه ټاكلې شوې پارليماني غړې په آئيني او اخلاقي توګه د وزيراعظم نه علاوه چاته ووټ نه شي وركولې ۔ د اتوار په ورځ حافظ آباد كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير د اولس نه درې پوښتنې وكړې او بيا ئې ووئيل چې په دې اړه ستاسو پرېكړه څه ده۔ هغه ووئيل د اپوزيشن لخوا د بې باورۍ تحريك وړاندې كړې شو آيا تاسو په وزيراعظم باور لرۍ؟ په ځواب كښې اولس په زړه پورې ډول په وزيراعظم د باور څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل د بېټ په نښه ټاكلې شوې پارليماني غړې په آئيني او اخلاقي توګه د وزيراعظم نه علاوه چاته هم ووټ وركولې نه شي۔ هغه د وزيراعظم لخوا په ډي چوك د اولسي غونډې كولو په اړه هم د اولس نه پوښتنه وكړه چې آيا تاسو به دې كښې ګډون كوۍ؟ پنډال په دې د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔ دې نه وړاندې اولسي غونډې ته د قامي اسمبلۍ غړي شوكت علي بھټي په شمول د صوبائي اسمبلۍ غړو هم خطاب وكړو۔ هغوي په سيمه كښی په روانو بېلو پرمختيائي منصوبو د وزيراعظم عمران خان او د اعلی وزير عثمان بزدار مننه كولو سره د ځينې نورو پرمختيائي غوښتنه هم وكړه۔