بلاول بهټو زرداري نن د خالي ورځې څخه د چين وړومبۍ سركاري دوره كوي

image

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري نن د خالي ورځې څخه د چين وړومبۍ دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي۔خارجه وزير له د دې خاص دورې بلنه د چين سټېټ كونسلر او خارجه وزير وانګ يې وركړی ۔دا به د خارجه وزير د كرسۍ سنبهالولو نه پس وړومبۍ بهرنۍ غېر ملكي دوره وي۔وزيرمملكت د خارجه چارو او اعلٰی چارواكي به خارجه وزير سره د پلاوي برخه وي۔خارجه وزير به سټېټ كونسلر وانګ يې سره پراخا مشاورت كوي۔دواړه لارښود به د پاكستان او چين ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخلي۔په دې مهال به د صدر شي جن پنګ د بېلټ اينډ روډ انيتشي ايټو په فليګ شپ پراجېكټ هم خبرې كېږي۔دغسې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو به هم خبرې كوي۔د چين سټېټ كونسلر وانګ يې بلاول بهټو زرداري ته په منصب سنبهالولو د مباركۍ خط رالېږلې ؤ٬د دې نه وړاندې دواړو خارجه وزيرانو په 11مئي يوه ورچوئل غونډه كړې وه۔دغسې د چين وزيراعظم لي كي چيان په اوسنيو كښې وزيراعظم شهباز شريف له مباركي وركړې وه او په 16م مئي د دواړو وزيراعظمانو ترمينځه په ټېليفون خبرې شوې وې۔د خارجه وزير بلاول بهټو دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د سټراټېجك كوآپريټو پارټنرشپ لا قوي كولو د سي پیك په اړه مرسته زياتولو او د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره د مرستې نوو لارو له پراختيا وركولو كښې مرستياله وګرځي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں