اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مقبوضه كشمير كښې د هند د نسل پرستۍ اقداماتو غندنه كولو سره وئېلي دي د هند سره د خبرو اترو ډېر كم ګنجائش پاتې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ اسلام آباد ته د روانېدو نه وړاندې نيويارك كښې پرېس كنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل تر څو چې د هند سره زمونږ د اړيكو سوال دے٬دا په خاص توګه مقبوضه كشمير كښې د نوې ډېلي پعه اقداماتو پيچلې شوې٬ هند په 5 اګست 2019 جمو او كشمير په يو اړخيزه توګه د خپل ځان سره د ضم كولو پريكړه كړې او اوس د حد بندۍ كمېشن اقدام مقصد د رياست مسلم اكثريت په اقليت بدلول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل معاشي هلې ځلې٬خبرې او سفارتي كاري د هېوادونو ترمينځه د اړيكو او شخړو د حل كولو لارې چارې دي خو ده واضحه كړه چې دا وخت د هند د جارخانه رويې ترمخه په عملي توګه دې لپاره ګنجائش ډېر محود دې٬دا خبره د ذكر وړ ده چې خارجه وزير بلاول بهټو د فوډ سېكورټي په حقله وزارتي غونډه كښې ګډون له ملګرو ملتونو تلے او تېره ورځ هغه د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كړې و۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د واشنګټن سره د اړيكې سمول غواړي٬د د امريكې سره زمونږ اړيكې زمونږ د سيمې د جغرافيائي سياسي تناظر او په خاص توګه د افغانستان په پېښو او حالاتو اثر انداز شوي ۔ده ووئيل مونږ په خاص توګه د تجارت سره سره امريكې سره په پراخا بنيادونو اړيكې غواړو۔ده د امريكې خارجه وزير سره د خپلو خبرو ذكر كولو كښې ووئيل د دې نه د ښه شروعات عكاسي كېږي۔ده ووئيل چې زه كله د واشنګټن سره د پاكستان د اړيكو خبره كوم نو د ګاونډي هېواد هند سره د سيالۍ فكر نه كوو٬امريكا او هند٬آسټرېليا او جاپان سره د سېكورټي ګروپنګ برخه دے۔ده ووئيل پاكستان د امريكې سره د خپلو اړيكو په حقله غېر محفوظ نه دې او مونږ ګڼو چې نړۍ د پاكستان او هند لپاره ډېره لويه ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تېر وزيراعظم عمران خان د روس دورې دفاع كوم٬پاكستان له د داسې اقدام سزا وركول ډېره غېر منصفانه ده۔بلاول خبريالانو ته ووئيل زه د پاكستان د تېر وزيراعظم به مكمل دفاع كوم٬په هغه وخت وزيراعظم د خپلې خارجه پالېسۍ د برخې په توګه د روس دوره كړی۔ده ووئيل تر څو چې د طاقت د نه كارولو اصولو او د ملګرو ملتونو د اصولو تعلق دې پاكستان بيخي واضحه موقف لري او مونږ په اصولو قائم يو٬مونږ نه د شخړې برخه يو او نه جوړیدل غواړو۔ده ووئيل پاكستان به دغسې د روس او يوكرين شخړې زر تر زره حل كولو له په امن مذاكرات او د سفارتكارۍ په اهميت زور راوړي او مونږ به په يقيني توګه د كوم جارح ډلې ونه كړو