د وزيراعظم د ياسين ملك د ترهګرۍ په جعلي مقدمه كښې د ككړ كولو غندنه ٬ نړيوالې ورورولي بايد نوټس واخلي٬ شهباز شريف

image

اسلام آباد۔23مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د حريت لارښود ياسين ملك د ترهګرۍ په جعلي مقدمه كښې د ككړ كولو ګام سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې نړيواله ورورولي او په خاص توګه ملګري ملتونه او د بشري حقونو كونسل دې په په غېر قانوني انتقام اډانه د هندي ګام نوټس واخلي٬ د پاكستان حكومت او اولس به د كشمير اولس د منصفانه تحريك هر ډول ممكنه ملاتړ روان ساتي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د ځانګړې بهادرۍ او حريت علامت او د ضمير بنديوان ياسين ملك په ضد هندي چالونه رد كوؤ٬ دا د كشمير اولس د سرټيټولو يوه ناكامه هڅه ده۔ ملګري ملتونه او په خاص توګه د بشري حقونو كونسل دې په غېر قانوني انتقام اډانه د هندي ګام نوټس واخلي۔ د پاكستان حكومت به د بشري حقونو نړيوالو ادارو او د او آئي سي په فورم د ياسين ملك او د كشميري مشرتابه په ضد انتقامي كارروايۍ بشپړه قوت سره پورته كوي۔ ده ووئيل د اګست 5 مې نېټې كال 2019 غېر قانوني اقداماتو په ډول د ياسين ملك په ضد دا مقدمه هم غېر قانوني او ناجائزه ده۔ ده ووئيل د كشمير د آزادۍ نښې سيد علي ګېلاني شهيد د جنازې نه يرېدونكې هند د ياسين ملك د حق وېنا نه هم يره كوي۔ اشرف صحرائی شهید او د ده د فرزند په شمول د زرګونو په شمېر كشميري شهيدان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو منزل سنګ ميل دي۔ دا شهيدان د هندي ظلم ٬ بربريت او رياستي ترهګرۍ ثبوت دي وزیراعظم ووئيل اتلانو كشميريانو ته ددوئي په ځانګړې هڅو سلام وړاندې كوؤ كومو چې يو عظيم مقصد لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راړو چې هغه دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئله حل كړي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان حكومت او اولس به د كشميري اولس د منصفانه تحريك هره ممكنه مرسته روانه ساتي

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں