بلاول بھټو زرداري به په نړيوال اقتصادي فورم كښې نړيوالو معاشي لارښودو سره په غېر رسمي مكالمه كښې ګډون كوي

image

اسلام آباد۔24مئی (اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به په نړيوال اقتصادي فورم كښې نړيوالو معاشي لارښودو سره په غېر رسمي مكالمه كښې ګډون كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د نړيوالو معاشي پوهانو سره د امن عامه بحالۍ په سرخط په غېر رسمي مكالمه كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به د نېدر لېنډ ملكه مېكسيما او د فنډ لېنډ خپل ھمڅنګ پيكا اولاوا هاويستو سره ملاقات كوي ٬ وزیر مملکت حنا ربانی کھر به هم ده سره وي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به منځنې ختيز د جغرافيائي سياسي اړي ګړي څخه د ويستلو په سرخط نړيوالو لارښودو سره په غېر رسمي مكالمه كښې ګډون كوي او وزیر مملکت حنا ربانی کھر به د اسټېک هولډر ډائیلاګ په سېشنز كښې د خپلو خيالاتو څرګندونه كوي

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں