اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اتحادي حکومت د روسيه څخه په رعايتي بيعه خام تېل پاكستان ته د راوړلو لوظ رښتيا كړې، د روسيه څخه د خام تېلو بېړۍ كراچۍ ته رارسېدلے ده كومه چې د پاکستان په تاريخ كښې د روسيه نه راتلونكې د تېلو وړومبۍ بېړۍ ده، “دا وي د لوظونو بشپړتيا٬ د هېواد او د قام د مسئلو د حل كولو اهليت٬ نېت او د اولس رښتنې خدمت”۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف لكه د تل غوندې اولس سره د كړې لوظونو پالنه كوي، الحمد الله! د يو كال د اخلاص او ديانتدارۍ محنت رنګ رواړي