بحيره عرب څخه پورته كېدونكې سمندري طوفان بپر جوائر په هندي ګجرات كښې لېنډ فال بشپړ كړے٬ سېنېټر شېري رحمان

image

اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې بحيره عرب څخه پورته كېدونكې سمندري طوفان بپر جوائر په هندي ګجرات كښې لېنډ فال بشپړ كړے دے٬ پاكستان په بشپړه توګه تيار وو خو تر ډېره حده دې څخه محفوظ پاتے شوے دے۔ د جمعې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې دې ووئيل د طوفان د لاسه د سمندر كچې لوړېدو د لاسه د سندھ د سجاول په څير ساحلي سيمې تر اوبو لاندې راغلې خو د احتياط په توګه دغې ځايونو څخه خلق محفوظو ځايونو ته رسولې شوي وو۔ وفاقی وزیرې ووئيل د خلقو ژوند بچ كولو له په زړه پورې او پرله پسې هڅې وكړې شوې په كومو چې د ټولو شراكتدارانو مننه كوؤ

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں