د قاچاق د لاسه قومي خزانې ته نزدې د 4 زره اربه روپو زيان رسي٬ قېصر احمد شېخ

image

اسلام آباد۔ 16جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د خزانې كمېټۍ چيئرمېن قېصر احمد شېخ وئيلي دي چې د قاچاق د لاسه قومي خزانې ته نزدې د 4 زره اربه روپو زيان رسي٬ د پي ټي آئي حكومت 580 كسانو ته درې اربه ډالره په آسانو شرطونو وركړل د دې بايد تحقيق وكړے شي۔ د جمعې په ورځ په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل د دفاع وزير خواجه آصف چې تېره ورځ په ايوان كښې كوم تقرير كړې هغه دا خبرې د څو كالو راهېسې كوي۔ د قاچاق د لاسه د قومي خزانې نزدې 4 زره اربه روپۍ نقصان كېږي٬ د پي ټي آئي حكومت 580 تر ټولو مالدارو كسانو ته درې اربه ډالره په آسانو شرطونو وركړل د دې بايد تحقيق وكړے شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې پاكستان د چين او كوريا لارښودنه كړی وه نن دغه دواړه هېوادونه معاشي طاقتونه دي۔ ده ووئيل په مجموعي قرضونو كښې د اېس اېم ایز شرح 7 فیصده څخه زياته كړې شوې ده د دې به مثبت اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل پاكستان به كله هم ډيفالټ نه شي۔ زمونږ اثاثې 4 اربه ډالرو څخه زياتې دي۔ ده ووئيل مونږ يوازې كېش فلو مسئلې سره مخ يؤ ٬ په دې به قابو موندل وي۔ ده ووئيل مونږ آئي اېم اېف سره كومه دښمني نه لرؤ٬ هڅه كوؤ چې آئي اېم اېف سره پروګرام كاميابۍ سره بشپړ كړے شي۔ قېصراحمد شېخ ووئيل هېواد كښې سياسي استحكام ته اړتيا ده٬ ټاكنې بايد په وخت وكړے شي۔ ده ووئيل په امريكا كښې په کېپټل هل د بريد كوؤنكو په ضد كارروائي وكړې شوه دغسې د 9 مئي پېښو ذمه وارو كسانو په ضد دې هم كارروائي وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں