ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بي آئي اېس پي قسط جاري كړے شو۔ فېصل کريم کنډي

image

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) سماجي تحفظ او د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم سلاحكار فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بېنظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) قسط جاري كړے شوے دے، په ډائنامك سروے كښې 21 لكه كسانو خپل ځان رجسټر كړې، د پروګرام سېكتر ته د پېسو نه ترلاسه كېدو د معاملے د انكوائرۍ امر شوېدے۔ د ګل په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال ده ووئيل ګرد هېواد لپاره 25 فيصده اضافې سره د بي آئي اېس پي قسط جاري كړے شوے دے۔ فېصل کريم کنډي ووئيل په يونان كښې د بېړۍ پېښه كښې ګڼ شمېر پاكستانيان پحق رسېدلې دي٬ پيپلز پارټي غمژنو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك ده٬ په دې د ككړ كسانو په ضد كاروائۍ لپاره پيپلز پارټي قانون سازي هم كول غواړي۔ ده ووئيل مونږ د الېكشن كمپائن پېل كړې دې٬ ټولو اتحاديانو ته وئيلي شوې دي چې الېكشن پكار دې٬ پيپلز پارټي الېكشن لپاره چمتو ده۔ فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د پيپلز ګوند پلاوي وزيراعظم سره ليدلي او د بجټ پحقله تحفظات ئې وړاندې كړې دي، بيا به هم پلاوې وزيراعظم سره ملاقات كوي۔ ده ووئيل مونږ سېلاب ځپلي خپلو كورونو كښې آبادول غواړو، فاټا او پاټا ته په ټېكس كښې رعايت وركړې شوې دې۔ فېصل كريم كنډي ووئيل چې تنخاګانے او پنشن زياتول خوشبينه دي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں