د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د هزاره جرنلسټس اېسوسي اېشن نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړه

image

اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د هزاره جرنلسټس اېسوسي اېشن نويو ټاكل شويو مشرانو ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې حكومت د اظهار د آزادې په بنيادي او جمهوري حق كامل باور لري، آزاده ، فعاله او متحرك مېډيا د جمهوريت مضبوطيا او د جمهوري اقدارو ودې لپاره ضروري ده. د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د خبريالانو او مېډيا وركرز د حقونو تحفظ لپاره حكومت ټول ممكنه اقدامات كوي. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې هيله ده چې نوي ټاكل شوي غړي به د خبريالانو د ستونزو په حل كښې بشپړ كردار ترسره كولو سره سره په نړيواله ټولنه كښې د پاكستان غوره تشخص په ډاګه كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير د هزاره جرنلسټس اېسوسي اېشن نوي ټاكل شوي صدر تېمور جدون، جنرل سېكرټري لقمان شاه، چيئرمېن وقار عباسي، سرپرست اعلٰی وقار فاني، فنانس سېكرټري شاكر عباسي، نائب صدر عمر حيات، نائب صدر حاجي وحيد، جوائنټ سېكرټري چنګېز جدون،نواز احمد، د اطلاعاتو سېكرټري ارشد خان تنولي او د ګورننګ باډې غړو ته په نويو ذمه وارو سنبالولو مباركي وركړه.

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں