اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد خان وئېلي دي په افغانستان كښې د طالبانو اقتدار سنبهالولو باوجود به پاكستان د امريكې د ترهه ګرۍ مخ نيوي كمپائن كښې شراكتدار وي٬افغانستان كښې د امن لپاره كار كوو٬كه په افغانستان كښې امن راشي نو د دې ګټه به ټولو ته ورسي۔واشنګټن ټائم سره په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل پاكستان او امريكا د افغانستان په اړه يو ډول دريځ لري٬بايد نړۍ طالبانو له موقع وركړي دغسې چې هغوي د وګړو د بنيادي حقونو احترام كولو په حقله د خپلو لوظونو پاسداري وكړي۔ده ووئيل د طالبانو لارښودو په ډاګه وئيلي دي چې د كوم هم هېواد په ضد به د افغانستان خاوره نه استعمالېږي ٬ده دا تاثر رد كړو چې په كابل د طالبانو كنټرول د پاكستان لپاره يوه ستراتېژېكي كاميابي ده او دا چې پاكستان د طالبانو سره د مخالفينو په جنګ كښې مرسته كړې٬د پاكستان سفير دا تورونه بې بنسټه او د حقائقو څخه لرې وګرځول۔اسد مجيد خان ووئيل په افغانستان كښې چې څومره په تندۍ سره د اشرف غني حكومت ختم شوے هغې طالبان هم حېران كړي۔ده په پاكستان د طالبانو كنټرول كولو تورونه بې بنسټه او د افسوس وړ ګرځولي۔د پاكستان سفير د ځينې سيمه ايزو پوهانو دا ادعا هم مسترد كړې چې پاكستان د خپلې ګټې تحفظ لپاره په افغانستان كښې د جنګ د دواړو ډلو په محتاط انداز ملګرتيا كړې۔ده ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن لپاره كار كوو كه مونږ په افغانستان كښې د امن راوستلو څخه بېغوري وكړه نو دا به د ټولو لپاره زيان وي ځكه مونږ د امن لپاره كار كوو۔ده ووئيل په افغانستان كښې يو جامع حكومت ضرورې دے كوم به چې د افغانستان د ټولو وګړو نمائندګي كوي او طالبان هم په دې باور لري