د وزيراعظم عمران خان د بېلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينو سره ملاقات٬د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه

image

دوشنبے 16ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د بېلاروس سره تجارت٬سرمايه كارۍ ٬كركيلې او دفاع پشمول په ټولو څانګو كښې اړيكو لا زياتولو له عزم لري ۔په افغانستان كښې د 40 كلونو راهسې روانو شخړو او عدم استحكام سره پاكستان زيات ځپلے شوے٬يو امن ناك او مستحكم افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔د زيارت په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم اېس سي او مشرانو غونډې په موقع وزيراعظم عمران خان د بېلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينو سره ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له په دوه اړخيزه هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د دې نه علاوه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وزيراعظم عمران خان د دواړو هېوادونو ترمينځه په مرسته د اطمينان څرګندونې سره ووئيل پاكستان د بېلاروس سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬كركيلې٬صنعت او دفاع پشمول په ټولو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركولو له عزم لري ۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو د پارليمانونو او په سياسي كچه د دوه اړخيزه تبادلو په زياتولو اتفاق وكړے شو۔د ملاقات كښې د افغانستان په صورتحال هم خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم ووئيل په افغانستان كښې د 40 كلونو راهسې روانو شخړو او عدم استحكام سره پاكستان زيات ځپلے شوے٬يو امن ناك او مستحكم افغانستان د پاكستان په ګټه دے۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې بايد نړيواله ورورولي د افغانانو سره ا ودرېږي٬سياسي بحران ختمولو كښې د هغوي مرسته وكړي۔وزيراعظم د افغانستان د استحكام په هڅو كښې د پاكستان د اړخه د بشپړه مرستې پخلي كولو سره هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي به په دې حقله مثبت كردار ترسره كړي۔ دغس ېوزيراعظم د بېلاروس صدر له د پاكستان دورې له د خپلېبلنې تجديد وكړو او د بېلاروس صدر وزيراعظم له د بېلاروس دورې كولو بلنه وركړه

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں