پاكې او سپېځلې ټاكنې كولو سره سره ووټران خبر ساتل او د عملې تربيه د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ميډيا سره خبرې

image

فیصل آباد۔19ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پاكې او سپېځلې ټاكنې كولو سره سره ووټران خبر ساتل او د عملې تربيه د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ په ټاكنو كښی اپوزيشن د ټېكنالوجي كارول ځكه نه خوښوي چې دې سره به د ټګۍ مخنيوې وكړې شي۔ په تېر وخت كښې سمندر پورې پاكستانيانو ته د رائې كارولو حق وركولو لپاره هېڅ ګامونه نه دي پورته كړې شوې او اوس مونږ صفا ٬ سپېځلې او بې پرې ټاكنې غواړؤ۔ الېكشن كمېشن له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ د هاؤسنګ منصوبې ترسېوري لاندې د 60 اربه روپو قرضې منظورې كړې شوي دي چې ورسره به ډېره زر فېصل آباد كښې صحافي كالوني جوړه كړې شي۔ د اتوار په ورځ ماښام ميډيا سره خپل خطاب كښې هغه ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې اوپوزيشن د پاكو او او سپېځلو ټاكنو په لاره كښې خنډان راولاړوي۔ هغه ووئيل دا مهال 90 لكه پاكستاني وګړي د روزګار په لړ كښې بهر هېوادونو كښې مېشته دي او د كال د 30 اربه ډالرو ترسيلات زر پاكستان ته رالېږي او د آئين د شق 94 ترسېوري لاندې دوئي ته حق ترلاسه كېدل د دوئي حق دے۔ هغه ووئيل دا هم وئيلې شي چې راتلونكو ټاكنو لپاره وخت كم دے ځكه دومره مشينونه جوړېدې نه شي۔ حال دا دے چې دا د ټېكنالوجي دور دے له دې كبله په لږ وخت چې څومره پكار وي مشينونه جوړېدې شي۔ فرخ حبیب ووئيل د 20 نه زيات هېوادونو كښې الېکټرانک ووټنګ مشينونه كاميابۍ سره كارولې شي نو بيا پاكستان كښې ولې كارولې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی هغه ووئيل د تېرو حكومتونو په دور كښې لوټ مار ٬ كرپشن او اقربا پروري بام ته رسېدلې وه۔ اېكسپورټ مخ په كمېدو وو٬ كرنټ خساره مخ په زياتېدو وه۔ هېواد نزدې و چې ډيفالټ شوے وے خو مونږ پوهې سره معيشت مضبوط كړو۔ اېكسپورټ مو زيات كړل او كرنټ خساره مو كمه كړه۔ هغه ووئيل اوس سټېټ بېنك د 20 اربه ډالرو ريزرو لري۔ د پټروليم مصنوعاتو په بيعو كښې د زياتوالي حوالې سره هغه ووئيل په نړيوالو منډيانو كښې اول د پټرولو يو بېرل په 34 ډالره وو كوم چې اوس 75 ډالره ته رسېدلې دې٬ د دې باوجود پاكستان كښې اوس هم د پټروليم منصوعات بيعې ټيټې دي۔ هغه ووئيل د روان كال تر دسمبر مياشتې به د پنجاب ټولو وګړو ته هېلت كارډ وركړے شي۔ دې سره سره هاؤسنګ سېكټر كښی هم 60 اربه روپۍ منظور كړے شوي دي

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں