لاهور۔5 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاکستان میډیا ډیوېلپمنټ اتھارټی كښې د خبريالانو حقونه باوري كولې شي۔ هغه دا خبره د اتوار په ورځ د لاهور پرېس كلب صدر ارشد انصاری په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي د خبريالانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل خبريالان به د وزیر اعظم نیا پاکستان ھاؤسنګ پراجېکټ كښې شاملولې شي او دوئي ته به د 5 او 10 مرلو اپارټمنټس وركولې شي۔ چوھدری فواد حسین ووئيل د ميډيا حوالې سره د شكايات ازالې له يو كمېشن به جوړولے شي۔ هغه ووئيل صحافتي تنظيمونه دې هم منفي خبرونو څخه ډډه كولو سره اولس ته د صحيح اطلاع رسولو له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔