اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر وئيلي دي په ایوان كښې د خبريالانو د دوو ډلو ترمينځه د نښتي اندېښنه وه٬ د احتیاط په توګه پرېس ګیلري كښې بنديز لګولے شوے ؤ، د پاكستان تحریك انصاف (پی ټی آئی) حكومت د میډیا په آزادۍ بشپر باور لري او مونږ عمر له د خبريالانو احترام كړے، مجوزه میډیا بل ما نه دے لوستلے، میډیا اتھارټی بل چې كله ايوان ته راشي نو مونږ به د ميډيا تنظیمونو لپاره د خپل نقطه نظر وړاندې كولو موقع وركړو او د هغوي ټول تحفظات به لري كولې شي۔د ګل په ورځ نجي ټي وی چینل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پارلیمنټری رپورټرز ایسوسی ایشن (پی آراے) ته د معمول له مخې 200 كارډز جاري كړے شوي وؤ خو د كورونا په وجه د هغي شميره50 ته راوستلې شوې وه چې پكښې سركاری میډیا هم شامله وه۔ده ووئېل زما د پي آر اے تنظیم سره خبري شوي او ما هغوي ته واضح كړې وه چې تر ټولو زيات به په ايوان كښې هغوي له آسانۍ وركولې شي، واك آؤټ كه كوي نو ودې كړي خو په هاؤس كښې به چا له د چغو سورو وهلو اجازه ورنه كړے شي