اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهبازګل وئيلي دي چې د سنټرل بزنس ډسټرکټ لاهور د پنځو پلاټونو نيلامۍ سره د پنجاب حكومت ته 21.5 اربه روپۍ آمدن شوے، دا منصوبه د كوم پور نه غېر پېل كوٶ، دې څخه به 1500 اربه روپۍ آمدن كېږي٬ د روزګار به دوه نيم لكه نوې موقعې پېدا شي٬ د لوړو ودانيو پحقله پاليسي به ډېر زر اعلان كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د راوي اربن ډوېلپمنټ اتھارټۍ چيف اېګزيکټو آفسر عمران امين سره د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل سنټرل بزنس ډسټرکټ او راوي ريور پروجيکټ د موجوده حکومت د اولسي مفادو منصوبه ده٬ په دې لړ كښې ورځپاڼو ته د كروړونو روپو اشتهارونه وركړې شوې دي٬ په لاهور كښې د پاكستان د تاريخ لومړۍ سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړېدونكې دې ٬ د تېرو څو مياشتو راهسې په دې كار جاري دې د كومې چې وزيراعظم عمران خان په ذاتي توګه نګراني كوي۔ دا منصوبه 1600 اېكړه زمكه د لاهور په پرائم لېنډ كټر مشتمل ده او د دې د پنځو پلاټونو نيلامي شوې ده۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل دا منصوبه د كوم پور نه غېر پېل كوٶ، دې څخه به 1500 اربه روپۍ آمدن كېږي٬ د روزګار به دوه نيم لكه نوې موقعې پېدا شي او دې سره به په لاهور كښې په الودګۍ هم قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي ۔ ده ووئيل فېصل آباد، ملتان او پېنډۍ كښې به هم سنټرل بزنس ډسټرکټ جوړولې شي