په شمالي وزیرستان کښې د ټي ټي پي ترهګر قوماندان ووژل شو٬ زيات مقدار وسله او چاؤدېدونكي توكي ترلاسه شوي ٬ آئي اېس پي آر

image

پېنډۍ ۔20ستمبر (اے پی پی) په شمالي وزیرستان کښې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې د ټي ټي پي یو ترهګر قوماندان وژل شوې او زيات مقدار وسله او نور چاؤدېدونكي توكي ترلاسه شوي دي۔ د آئي اېس پي آر د وېنا لمخې ، امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کښې د ترلاسه معلوماتو په اساس عمليات وكړل چې په ترڅ کښې یې د ټي ټي پي ترهګر قوماندان صفي الله ووژل شو. ترهګر صفي الله په میرعلي پورې اړه لرله او هغه د روان كال فرورۍ مياشت كښې د يو اېن جي او د 4 مېرمنو په وژنه او تېر كال د نومبر مياشت كښې د اېف ډبيو او انجينئرانو په هدفي وژنو كښې ككړ ؤ۔ هغه په امنیتي ځواکونو د آئي اي ډي بريدونو پلان كولو او د دغې په عملي كولو ٬ قلنګ اخستلو او د تاوان لپاره د اختطاف په وارداتو كښې هم دخيل ؤ۔ امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کښې زیات مقدار وسله او نور چاؤدېدونكي توكي هم ترلاسه کړي۔

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں