د كشمير د مسئلې حل كولو نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې د پوخ امن خوب نشي پوره كېدې۔د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په لندن كښې كشميري مشرانو سره په ملاقات كښې خبرې

image

لندن 27 ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د كشمير د مسئلې حل كولو نه بغېر په سوئېلي آسيا كښې د پوخ امن خوب نشي پوره كېدې۔ده دا خبرې دګل په ورځ په لندن كښې كشمير سره تعلق لرونكي مشرانو سره د ملاقات په مهال كړې دي۔خارجه وزير په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه روانې سختې سرغړونې په ډاګه كولو او د كشميريانو د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو لپاره په موثر غږ پورته كولو په برتانيه كښې د پاكستانيانو كردار وستائېلو او هغه يې په مقبوضه كشمير كښې د هندي قابض ځواكونو لخوا د بشري حقونو او نړيوالو حقونو څخه د روانو سرغړونو نه خبر كړل۔ده كشميري مشرانو ته باور وركړو چې پاكستان به د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د دوي د هڅو مكمل سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل چې بايد نړۍ په دې پوهه شي چې تر څو د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې نه وي حل شوې تر هغه وخت په سوئېلي آسيا كښې پوخ امن نه شي راتللې

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں