پاك پوځ به كشمير كاز لپاره د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ جنرال قمر جاوېد باجوه

image

پېنډۍ ۔4 ستمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه باور وركړے دے چې پاك پوځ به كشمير كاز لپاره د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز لمخې د خالي په ورځ د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ سره د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي جنرل هېډكوارټر پېنډۍ كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې مقبوضه جمو وكشمير كښې د هند د يو اړخيزه اقداماتو په شمول په مقبوضه سيمه كښې او په كنټرول لائن د روانې وضعې په اړه هم خبرې وشوې۔ د پاك پوځ مشر د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په تاريخي هڅو كولو سيد علي ګېلاني ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ جنرل قمر جاوېد باجوہ د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم په حېث د نوې ذمه وارو په سنبالولو عبد القيوم نيازي ته مباركي وركړه او د كشمير سوكالۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د آزاد كشمير وزيراعظم د آزاد جموں وكشمير امنيت او پرمختګ لپاره د پاك پوځ د كردار ستائنه وكړه

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں