اسلام آباد 27ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره په لندن كښې د “برټش پاکستان فاٶنډېشن” چيئرمېن آصف رنګوں والا په مشرۍ كښې پلاوي د ګل په ورځ وليدل۔د ملاقات په مهال د برټش پاکستان فاٶنډېشن په خدماتو٬ د تنظيم د خېرښګرې په هلو ځلو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ آصف رنګون والا د “برټش پاکستان فاٶنډيشن” کارکردګي پحقله خارجه وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي د برټش پاکستان فاٶنډېشن د ځوانانو د خېرښګړې او تهذيبي او فلاحي هلو ځلو ستائنه وكړه