نړۍ كښې په انصاف اډانه ټولنه پرمختګ كوي، پاكستان كښې هم په اجتماعي هڅو دا ډول ټولنه جوړيدې شي، د صدر ډاكټر عارف علوي د هراسيت په ضد تحفظ او ميرمنو له په جائيداد كښې د حقونو وركولو په مناسبت راجورې دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي ميرمنو له د هراسيت په ضد د تحفظ په وركړھ او په وراثت كښې د حقونو وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي نړۍ كښې په انصاف اډانه ټولنه پرمختګ كوي، پاكستان كښې هم په اجتماعي هڅو سره دا ډول ټولنه جوړيدې شي، د محتسبينو په منصفانه پريكړو به د درخواست كوونكو او په خاص توګه د ميرمنو د خپلو ګيلو لرې كولو په اړه ډاډګيرنه وشي،په دې اړه خبرتيا خپرولو ته اړتيا ده۔ده د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د هراسيت مخنيوي لپاره د وفاقي محتسب سيكرټريټ د سيوري لاندې د هراسيت په ضد تحفظ او د ميرمنو په جائيداد كښې د حقونو په مناسبت راجورې دستوري ته وينا كوله۔د وزيراعظم د سماجي تحفظ او غريبۍ ختمولو خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر، د هراسيت يا ځورونې مخنيوي وفاقي محتسبه كشماله طارق ٬ د ملګرو ملتونو ادارې يو اين ويمن مشرې شرميلا رسول هم دستوري ته وينا وكړه۔دستوره كښې غير ملكي سفارتكارو، بيلو څانګو سره تعلق لرونكو ميرمنو او نورو شخصياتو ګډون كولو۔ صدر ميرمنو له د هر ډول هراسيت يا ځورونې څخه تحفظ وركولو او هغوي له په جائيداد كښې د حقونو وركولو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل په تاريخي لحاظ سره د نړۍ په ټولو څانګو او په خاص توګه لويديز كښې د ميرمنو حقونه غصب كړے كيږي خو اسلام 14 سوه كاله وړاندې د ميرمنو د عزت او تكريم سره سره د هغوي د حقونو د تحفظ ضمانت وركړے ؤ۔ده ووئيل ميرمني د فكري صلاحيتونو په لحاظ سره په هيڅ ډول هم كمزوري نه دي، تعليم او شعور سره د ميرمنو لپاره د وړاندې تللو موقعې زياتي دي۔ صدر ووئيل ميرمني د خپلو صلاحيتونو په سوب په ټولنه كښې ځانله ځاے جوړوي خو هغوي اوس هم معاشرتي تعصبات سره مخ كيږي۔ده د هراسيت مخنيوي د وفاقي محتسب سيكرټريټ كردار ستائلو سره ووئيل ميرمنو له په دې اړه بشپړه خبرتيا وركولو ته اړتيا ده دغسې چې هغوي د ځان په ضد د كوم هم ډول نامناسبه رويو مخنيوي او د خپلو حقونو تحفظ لپاره دې خذمات څخه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل ميرمنو له په ټولو څانګو كښې د وړاندې تګ لپاره بشپړه تحفظ باوري كولو ته اړتيا ده۔ صدر د معاشرتي خرابو مخنيوي لپاره د قانون په شتوالي ٬ په هغې عمل درآمد، د جزا او سزا صورتحال او د معاشرتي غبرګون اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل په دې اړه شعور او خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده۔ده په ميډيا كښې د معاشرتي كمزورو عكاسي كولو سره سره د ښو اقدارو او د روايات ودي په حاجت زور راوړو۔ صدر عارف علوي په ټولو محتسبينو زور راوړو چې څومره هم ښه پريكړي وكړې دومره به د وګړو او په خاص توګه د ميرمنو د ګيلو لرې كولو په اړه ډاډګيرنه وشي۔په دې موقع د هراسيت په ضد د وفاقي محتسب سيكرټريټ كاروائې په اړه يوه ډاكومنټري دغسې بيلو څانګو كښې د ميرمنو خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو له ټيبلو هم وړاندې كړې شوه

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں