اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي چې پیپلز ګوند به د ګلګت بلتستان نه پس آزاد جمو او کشمیر كښې ماتي سره مخ كيږي، د ټولټاكنو په شان به پیپلز ګوند د آزاد کشمیر په ضمنی ټاكنو كښې هم دغه ډول ماتي سرهم مخ كيږي، تير وخت ګواه دے چې بلاول كوم هم ټاكنو كمپائن كښې برخه اخستي هغه كانديد په آخري لمبر راغلے،دې نه لوئ دروغ نور څه كيدې شي چې بلاول په اولس كښې ودريدلو سره وائي چې آزاد کشمیر د پیپلز ګوند دے، وفاق، څلورو واړو صوبو او آزاد کشمیر كښې د حکومت خواب ليدونكے بلاول د بې وقوفو په جنت كښې اوسيږي۔ د نهې د بلاول زرداري په خطاب غبرګون كښې وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل هېواد د کرپشن نوې روایات، نوي ټګلاري ایجاد کونكې زرداری دې، جعلي اکاؤنټس او ایان علی د لارې منی لانډرنګ كونكې هم دغه دے۔ده ووئيل نن په سندھ كښې تر ټولو زياته غريبي ده ، بې روزګاري او لاقانونیت دې، کراچۍ اولس ته د څښلو اوبه هم نه ترلاسه كيږي،كه څه لږ شان باران وشي نو ټوله كراجۍ په اوبو كښې پټه شي۔ده ووئيل پیپلز ګوند د کرپشن،روزګار خرڅولو او کمیشن اخستونكې ګوند دے۔