اسلام آباد 15اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب د كركيلې وزير حسېن جهانيان ګرديزي ملاقات كړے۔د جمعې په ورځ په شوي ملاقات كښې د سياسي چارو خاص مرستيال ملك عامر ډوګر هم موجود ؤ ۔ ملاقات كښې په پنجاب كښې د كركيلې پرمختګ لپاره د حكومت د اقداماتو٬ايګريكلچر ټرانسفارمېشن پلان او كسان كارډ په مثبتو اثراتو خبرې اترې وشوې۔د دې نه علاوه د اړوندې سيمې په چارو او په روانو پرمختيائي پروژو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه