اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنيټر ډاکټر شهزاد وسيم وئيلي دي په افغان وضعه كښې د پاکستان کردار د امن سفير دے چې د امريكا پشمول ګرده نړۍ ئې معترف ده۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د وېنا په مهال ده ووئيل په منطقه كښې صورتحال په بيړه بدلېږي٬ زمونږ مشرانو په دې ژور نظر ساتلے او د هېواد مفاد له غوره پرېكړې كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ترهګرۍ په ضد د جنګ په اړه واضح دريځ لري چې دا مسئله كوم پوځي حل نه لري٬ امريكا شل كاله وروستو د ناكامۍ نه پس په دې خبره پوهه شوې٬ امريكا د خپلې ناكامۍ ملبه په پاكستان اچول غواري، د امريكائي سېنېټرز بل د دغې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل حكومت واضح موقف لري چې د چا په جنګ كښې به برخه نه اخلو ، وزيراعظم عمران خان ابسليوټلي ناټ ٶئيلے، پاکستان په افغان امن عمل كښې د سهولت کار کردار لوبولے ٬ پاكستان د منطقې هېوادونو سره په مشاروت د افغانستان پحقله پرېكړې كوي او په دې لړ كښې ټرائيكا پلس مهم فورم دے، په دې معامله د روسيه او پاكستان دريځ يو ډول دے۔ ده ووئيل طالبانو له به د خپل عمل د لارې خپل لوظونه ترسره كول وي، طالبان دې په افغانستان كښې ټولشموله حكومت جوړ كړي٬ د مېرمنو د حقونو پحقله او افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارېدو لوظ به ترسره كول وي، نړۍ دې په افغانستان كښې ټيكاؤ لپاره مرسته وكړي۔ ده ووئېل د انساني بحران نه بچ كېدو لپاره دې اقدامات وكړې شي او د افغانستان اثاثې دې بحال كړې شي۔ ده ووئيل د افغانستان صورتحال په پاکستان هم اثرات مرتب كېږي۔۔ ده ووئيل پي آئي اے افغانستان څخه په انخلاء كښې مهم كردار لوبولے، پاکستان په بشري بنيادونو افغانستان ته د مرستې سامان لېږلے۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل د قائداعظم محمد علي جناح مجسمې سره چې كومه پېښه رامخئ ته شوې دغې ناوړه او سپك حركت دے، دا ډول حركتونه كوٶنكي به خپل انجام ته رسولې شي، قائداعظم د هر پاكستاني په زړه كښې اوسېږي