لاهور۔26ستمبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په نړيواله كچه د اسلامي نړۍ لارښود په توګه رامخے ته شوے دے۔ د وزیر اعظم عمران خان عمومي اسمبلۍ ته خطاب په نړيوال صورتحال يوه فصيحه او بليغه تبصره ده۔ وزیراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې د منطقې صورتحال په اړه په زړه پورې تجزيه وړاندې كړه۔ هغه غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې داسلامو فوبيا مخنيوي له د وزيراعظم عمران خان په وړاندېز په سمدستي توګه عمل درآمد باوري كړي۔ هغه ووئيل په خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان مودي او هندي انتها خوښي په ډاګه كړه۔ هغه په خپل خطاب كښې د افغانستان په اړه ممكنه انساني بحران په وخت په ګوته كړو۔ وزير اعظم عمران خان په نړيواله كچه د اسلامي نړۍ لارښود په توګه رامخے ته شوے۔ هغه ووئيل د ماحولیاتی آلودګۍ او نورو نړيوالو مسئلو حل لپاره هم د عمران خان هڅې په نړيواله كچه منلې شي۔ د پنجاب اعلی وزير ووئيل پاكستان كښې د وزيراعظم عمران خان د ويژن لمخې اونو نالولو سره به نه يوازې دا چې آلودګي ختمه شي بلكې دې سره به ځنګلونه به هم محفوظ شي