لاهور۔22اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت د ګرانۍ د لاسه د عام وګړي د ستونزو بشپړ ادراك لري٬ د ضلعې او تحصيل په كچه پرائس كنټرول كمېټۍ جوړې كړې شوي ي٬ د منافع خورو او ذخيره كوؤنكو په ضد به بې پرې كرېك ډاؤن روان ساتلې شي٬ پنجاب كښې روانې پرمختيائي منصوبې دې په خپل ټاكلي شوي وخت كښې ترسره كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار سره خبرو كښې وكړه كوم چې وزيراعظم سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم ته د صوبې د انتظامي او پرمختيائي چارو او د اولس د خېر ښېګړې سكيمونو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ هغه په ګرانۍ قابو موندلو او صوبه كښې د امن صورتحال په ځائې ساتلو له د پورته كېدونكو ګامونو نه هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل حكومت د ګرانۍ د لاسه د عام وګړي د ستونزو نه ښه خبر دې او تلپاتي ګامونه پورته كولو سره اولس ته د زيات نه زيات ريليف وركول باوري كولې شي۔ د ضلعې او تحصيل په كچه پرائس كنټرول كمېټۍ جوړې كړې شوي ي٬ د منافع خورو او ذخيره كوؤنكو په ضد به بې پرې كرېك ډاؤن روان ساتلې شي۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې پنجاب كښې روانې ټولې پرمختيائي منصوبې په خپل ټاكلي وخت كښې ترسري كړي دغسې چې اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل د اولس ګټې لپاره د خېر ښېګړې په ټولو منصوبو كښې به پياوړې معيار باوري كولې شي۔ هغه ووئيل حكومت د قانون سرلوړي باوري كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔