رياض 25 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي وئيلي دي چې سعودي عرب اړيكي قوي كولو سره په متنوع او شريكو ګټو اډانه سټرټيجكي شراکت دارۍ كښې بدلول غواړو۔دا خبره ده د نهې په ورځ پاکستان سعودي عرب سرمايه کارۍ فورم دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل شريكې عقيدے او اقدار اډانه ملګرتيا او ورورولۍ سره تړلې شوي دا قوي شراکت داري د دواړه هېوادونو د مشرانو ترمينځه د څو كلونو راهسې راروانه ده۔خارجه وزير ووئيل دواړه ېهوادونه د څو لسيزو راهسې تر اوسه قوي اړيكې لري۔مونږ د زړه څخه دا خواهش لرو چې دا اړيجې قوي، متنوع او په شريكو ګتو اړدانه سټرټيجكي شراکت دارۍ كښې بدل كړې شي۔خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان ”نيا پاکستان“ او ولي عهد شہزادہ محمد بن سلمان د سعودي عرب لپاره وژن 2030 بنيادي سماجي او معاشي مقاصد كښې نزدې مماثلت لري۔خارجه وزير د وزير اعظم “نيا پاکستان” وژن رامخې ته كولو سره ووئيل مونږ د جيوپاليټيکس څخه جيواکنامکس پلو په بدلون باور لرو۔دويمه دا چې مونږ هېواد كښې دننه او بهر امن غواړو دغسې چې مونږ څپل سماجي معاشي پرمختګ ايجنډې ته پام لرنه وكړې شو۔دريمه دا چې مونږ پرمختګ لرونكې شراکت دارۍ خوښي لرو چې پكښې تجارت، معاشي رابطې جوړلو ته پام لرنه وكړې شي دغسې چې زمونږ سيمې ته سوكالي ترلاسه شي۔د دې اهداف ترلاسه كيدو لپاره مونږ چمتو يو۔خارجه وزير شاہ محمود قريشي غيرملکي سرمايه کارو او په خاص توګه د سعودي عرب سرمايه کارو له په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ كښې د ګتو پورته كولو سره ووئيل چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) براخه رسنې او سيمو تړلو موقع وركوي چې پكښې تجارتي رابطې او ډھانچې پرمختګ ، د سترو لارو نيټ ورك، ريل او فائيبرآپټک کيبل، توان پائپ لائنز او توان پيدا کولو منصوبې شاملې دي۔ سي پيك دوړيم پراؤ كښې صنعتي جديديت، زراعت او سماجي معاشي پرمختګ ته پام لرنه كيږي۔ خصوصي اقتصادي زونز لپاره حکومت خصوصي مراعات وركوي چې پكښې د 100 فيصده ګټي وړلو اجازه، ټيکس او کسټم څخه استثنٰي او کيپيټل سامان امپورټ شامل دې۔ ګوادر بندر ګاہ هوټل، بينکنګ، انشورنس، فنانشل ليزنګ، لاجسټکس، اوورسيز وئير هائوس، خوراك او تيل پراسيسنګ او اليکټرانك څيزونو جوړولو پشمول بيلو څانګو كښې د سرمايه کارۍ پراخه مواقعې شته۔د سعودي عرب سرمايه كارو لپاره د پاکستان زرعي او لائيوسټاك څانګه كښې سرمايه کارۍ ښه موقعې او ترغيبات شته۔ پاکستان كښې د سېلګرۍ څانګه كښې سرمايه کارۍ څخه دواړه هېوادونه ګټي پورته كولې شي۔ پاکستانيانو د سعودي عرب انفراسټرکچر پرمختګ كښې مثبت او تعميري کردار ترسره كړې او د څو لسيزو راهسې خذمات په څانګه كښې برخه لري۔