د هند حكومت د كشمير پحقله خپل ناوړه عزائم له عملي شكل وركولو هڅې ګړندۍ كړې٬د هند د غېر قانوني اقداماتو مقصد د مقبوضه كشمير مسلمانانو اكثريتي آبادي په اقليت كښې بدلول دي۔رپورټ

image

اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي)د هند حكومت د نريندر مودي فاشسټ قيادت كښې”هندوتوا”نظريې پيروي كولو سره د كشمير په حقله خپل ناوړه عزائم له عملي شكل وركولو هڅې تندې كړي۔د هند د غېر قانوني اقداماتو مقصد د مقبوضه كشمير مسلمانانو اكثريتي آبادي په اقليت كښې بدلول دي۔د نهې په ورځ د مېډيا يو رپورټ له مخې د هند حكومت په تېر وخت كښې هم داسې اقدامات كړي خو موجوده منصوبه د تېر وخت څخه مختلف او جارخانه ده٬د كشمير 97 فيصده آبادي په مسلمانانو مشتمل ده٬د دې اقداماتو مقصد د كشمير اسلامي تشخص خرابول دي دغسې چې هند په ممكنه رائے شمېرې اثرا انداز شي۔دې سره سره د مقبوضه كشمير معيشت ته زيان ورسولې شي او كشميريان د بنيادي بشري حقوق څخه محرومولو سره د هغوي د خپلواكۍ حق ته هم زيان ورسولې شي۔د هند حكومت په مقبوضه كشمير كښې په تېر وخت كښې د مسلمانانو د آبادۍ تناسب بدلولو څو وارې هڅې كړي٬د نيمې وچې وېش په وخت جمو او كشمير اسلامي اكثريتي رياست و چې پكښې 72.2 فيصده مسلمانان آباد وو كوم چې د 2011 شمېرې له مخې پرله پسې 4.13 فيصد كمېدو سره 68.31 فيصد پاتې شوي۔د هند حكومت په 5 اګست 2019 د آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كولو نه پس په مقبوضه سيمه كښې زيات نوې قوانين معرفي كړې او په ځينو كښې يې بدلونونه كړي چې مقصد يې غېر كشميريانو او په خاص توګه هندوانو له ډوميسائل جاري كولو كښې آسانۍ وركول دي۔د هند حكومت تراوسه ګڼ ډوميسائل سرټيفيكټس جاري كړې كوم څخه چې واضحه شوې چې هند څه ډول د كشمير د آبادۍ تناسب كښې تندۍ سره بدلون كوي

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں