كراچي 05نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو صلاحكار شوكت ترين وئېلي دي چې د منصوبه بندۍ او سياسي عزم سره به هېواد دلاسه وركړې معاشي عظمت بېرته ترلاسه كړې۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د چارټرډ فنانشل اينالسټ سوسائټۍ 18م ايكسيلينس ايوارډ دستورې ته د خاص مېلما په توګه په خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئيل چې ټولې معاشي اشاريې مثبتې دي٬ده ووئيل چې كله د پي ټي آئي حكومت راغلو نو د كرنټ اكاؤنټ لويه خساره وه٬د روپۍ په قدر كښې د كمي ستونزو سره هم مخ وو۔ده ووئيل چې د عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن حكمت عملۍ سره هېواد د نور معاشي بحران څخه بچ شوې او د دې حكمت عملۍ نړۍ هم ستائنه كړې۔وزيراعظم په يو وخت د كركيلې٬صنعت٬كورونو او ودانو او د برآمداتو په څانګو كښې سرمايه كاري كړې او دې څانګو په هېواد كښې روزګار ته وده وركړې۔د وزيراعظم صلاحكار په تېر وخت په غلطه منصوبه بندۍ او د ناقص پالېسو له امله په پیدا شوي معاشي بحران رڼا واچوله